د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې چې امریکایي ځواکونو د ایران په خاوره کې د F-15 جنګي الوتکې د عملې د ژغورنې لپاره یو بېساری او لوړ خطر لرونکی عملیات ترسره کړی دی.
ټرمپ په ټروت سوشیال ایکس پاڼه لیکلي، چې دا ډول عملیات «ډېر کم ترسره کېږي او تقریباً هېڅ مخینه نه لري»، ځکه چې د ځواکونو او پوځي تجهیزاتو لپاره جدي خطرونه لري.
د هغه په وینا، لومړي عملیات کې یو امریکایي پیلوټ د ورځې په رڼا کې وژغورل شو، چې دا کار یې «غیرمعمول» بللی او زیاته کړې یې ده: «موږ اووه ساعته د ایران پر فضا پاتې شو.»
نوموړي ادعا کړې چې دوهم عملیات کې یو بل پیلوټ، چې سخت ټپي و، د ایران له غرنیو سیمو څخه وژغورل شو.
هغه ویلي: «هغه ډېر زړور و، او موږ د غرونو له اعماقو راوویست، په داسې حال کې چې د ایران نظامي ځواکونه په پراخه کچه د هغه په لټه کې وو.»

