د نټبلاکس د راپور له مخې، په ایران کې د انټرنېټ سراسري پرې کېدل اوس د نړۍ په تاریخ کې تر ټولو اوږده د ملي کچې انټرنېټي خاموشي ګرځېدلې ده.
راپور وایي، دا اختلال چې ۳۷مې پرلهپسې ورځې ته داخل شوی، تر ۸۶۴ ساعتونو اوښتی او د شدت له مخې یې د ورته ټولو پخوانیو پېښو ریکارډ مات کړی دی.
په راپور کې دا هم ویل شوي چې ایران لومړنی هېواد دی چې مخکې یې انټرنېټ ته لاسرسی درلود؛ خو وروسته یې د «ملي شبکې» په لور په تګ سره دا اړیکه له لاسه ورکړه.
همداراز ویل شوي چې د جګړو له امله د زیربناوو زیانونه په ځینو هېوادونو کې د انټرنېټ د اوږدمهاله کمښت لامل شوي، خو تر اوسه هېڅ جګړه په بشپړه توګه د یوه هېواد په کچه د انټرنېټ د سراسري پرې کېدو سبب نه ده شوې.

