د ایران د پوځ ویاند ابولفضل شکارچي ویلي، چې هېواد به یې د هرمز تنګی د امریکا او اسراییل پر مخ د اوږدې مودې لپاره وتړي.
نوموړي ټینګار کړی، چې په هېڅ صورت به امریکا او اسراییل ته اجازه ورنه کړل شي چې له دې مهمې سمندري لارې تېر شي.
ایران دا هم خبرداری ورکړی، هغه هېوادونه چې د دوی پر ضد یې د امریکا او اسراییل د بریدونو ملاتړ کړی، بېړۍ به یې هم له دې لارې تېرېدو ته پرېنښودل شي.
راپورونه وايي، چې د روانو نښتو پر مهال ځینې بېړۍ چې د ایران له اجازې پرته تېرېدلې، په نښه شوې دي.
هرمز تنګي د نړۍ له مهمو تېلو لارو څخه شمېرل کېږي او هر ډول بندښت یې د نړیوال اقتصاد لپاره لویې اغېزې لرلای شي.
بل لور ته، ایران ویلي چې ځینو هېوادونو لکه روسیه، چین، هند، عراق او پاکستان ته به د تېرېدو اجازه وي.
په همدې حال کې، د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون ویلي چې د زور له لارې د دې تنګي پرانیستل غیرواقعي دي.

