د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرې ایویت کوپر د ۴۰ څخه د زیاتو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه مجازي غونډه کې د ایران اقدامات بېاحتیاطي بللي او ویلي یې دي چې دا کړنې د نړیوال اقتصاد پر امنیت منفي اغېز کوي.
هغې په دې غونډه کې ټینګار وکړ چې د هرمز تنګي له لارې د نړیوالو کښتیو د تګ راتګ د ازادۍ د بېرته ټینګولو لپاره بېړنۍ اړتیا شته.
کوپر زیاته کړه چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یوازې ۲۵ کښتۍ له دې لارې تېرې شوې دي، حال دا چې په عادي حالت کې شاوخوا ۱۵۰ کښتۍ هره ورځ له دې تنګي څخه تېرېږي، خو اوس دا مهمه سمندري لاره نږدې تړل شوې ده.
هغې همداراز وویل چې شاوخوا ۲۰ زره سمندري کارکوونکي په نږدې دوه زره کښتیو کې د دې تنګي د بندېدو له امله بند پاتې دي.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرې ویلي چې د نننۍ غونډې وروسته به د پوځي پلان جوړوونکو ترمنځ بله ناسته هم ترسره شي، څو د سیمې د خوندي تګ راتګ د تضمین لپاره لازم اقدامات وڅېړل شي.

