د فنلنډ د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د اسلاماباد کې د دغه هېواد سفارت به تر راتلونکي دوبي پورې خپل فعالیت پای ته ورسوي.
د وزارت په وینا، تر ټاکلې نېټې پورې به سفارت خپلو عادي ډیپلوماتیکو چارو ته دوام ورکړي.
سرچینې وایي چې د دې پرېکړې شاته عملي، ستراتیژیک او اقتصادي عوامل ولاړ دي.
دا پرېکړه داسې مهال کېږي چې یادونه کېږي، سویډن هم په ۲۰۲۳ کال کې د امنیتي اندېښنو له امله خپل سفارت په اسلاماباد کې تړلی و.

