چهارشنبه, اپریل 1, 2026
Homeکورپاڼهراپورونه:د خلیج عربي هېوادونو پر وړاندې د ایران بریدونه دوام لري؛ څو...

راپورونه:د خلیج عربي هېوادونو پر وړاندې د ایران بریدونه دوام لري؛ څو هېوادونه بیا هدف ګرځېدلي

د راپورونو له مخې، د خلیج د عربي هېوادونو پر وړاندې د ایران بریدونه لا هم دوام لري او د جګړې په ۳۳مه ورځ کې یو شمېر عربي هېوادونه یو ځل بیا د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو هدف ګرځېدلي دي.

د قطر د دفاع وزارت ویلي چې له ایران څخه درې کروز توغندي توغول شوي وو.

د چارواکو په وینا، دوه توغندي له منځه وړل شوي، خو یو توغندی د قطر په اوبو کې د «قطر انرژي» شرکت په کرایه شوې یوه تېل‌لېږدونکې کښتۍ لګېدلی دی.

په کویټ کې هم د ایران بې‌پیلوټه الوتکو د کویټ نړیوال هوايي ډګر د سون توکو زېرمتونونه په نښه کړي چې له امله یې لوی اور لګېدلی دی.

په بحرین کې هم د یوه صنعتي تاسیساتو پر ضد برید د اور لګېدو سبب شوی دی.

په متحده عربي اماراتو کې بیا د فجیره په سیمه کې د یوه له منځه وړل شوي ډرون ټوټې پر یوه بنګله‌دېشي وګړي لوېدلې چې له امله یې هغه وژل شوی دی.

سعودي عربستان هم اعلان کړی چې دوه بې‌پیلوټه الوتکې یې له منځه وړي دي.

دا بریدونه په داسې حال کې دوام لري چې د امریکا او اسراییلو له خوا د ایران پر ضد جګړه پنځمې اوونۍ ته داخله شوې او د خلیج عربي هېوادونه په مستقیم ډول له دې شخړې اغېزمن شوي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here