د امریکا د دفاع وزیر پېټ هېګسټ یو ځل بیا د ایران د جګړې په اړه د امریکا د متحدینو پر دریځ نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د هرمز تنګي کړکېچ یوازې د امریکا موضوع نه ده، بلکې نور هېوادونه هم باید مسوولیت واخلي.
هېګسټ د سېشنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې وویل چې امریکا له ناټو څخه یوازې د محدودې مرستې غوښتنه کړې وه، خو د هغه په وینا دغه ملاتړ پوره نهشو او اوس د اېتلاف په اړه جدي پوښتنې راپورته شوې دي.
نوموړي روانه جګړه «د نړۍ لپاره عملیات» بللي او زیاته کړې چې د ایران د حکومت ګواښونه یوازې امریکا نه، بلکې د سیمې او نړۍ د انرژۍ بازارونه هم اغېزمنوي.
دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې د ایران د بریدونو له امله د هرمز تنګي کې د کښتیو تګراتګ ګډوډ شوی او د تېلو نړیوالې بیې لوړې شوې دي.
له دې سره، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم پر خپلې خواله رسنۍ ټروث سوشال په یوه پیغام کې د هغو هېوادونو نیوکه کړې چې د ایران پر ضد له امریکا سره نه دي ولاړ.

