د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر هاکان فیدان سره په ټیلیفوني خبرو کې هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې ایران ترکیې ته توغندی توغولی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د ترکیې د دفاع وزارت ویلي وو، یو بالستیک توغندی چې له ایران څخه توغول شوی و، د ترکیې هوايي حریم ته داخل شوی او د ناټو د هوايي دفاعي سیستمونو له خوا په ختیځ مدیترانه کې نسکور شوی دی.
د ترکیې دفاع وزارت زیاته کړې چې د دې هېواد پر خاورې او هوايي حریم د هر ډول ګواښ پر وړاندې به ټول لازم اقدامات په قاطع ډول ترسره شي.
د راپورونو له مخې، دا د جګړې له پیل راهیسې څلورم ځل دی چې ورته پېښه رامنځته کېږي، او تر دې وړاندې هم د ناټو دفاعي سیستمونو درې نور توغندي د همدې میاشتې په پیل کې شنډ کړي وو.

