د وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپلو نږدې سلاکارانو ته ویلي چې چمتو دی د ایران پر ضد د امریکا روان پوځي کمپاین پای ته ورسوي، حتی که د هرمز تنګی لا هم تر ډېره تړلی پاتې شي.
ورځپاڼې لیکلي چې دا پرېکړه ښايي د ایران کنټرول پر دې مهم سمندري لارې نور هم ټینګ کړي او د هغې د بیا پرانیستلو پوځي عملیات وروسته وخت ته وځنډوي.
د راپور له مخې، ټرمپ او د هغه سلاکاران په وروستیو ورځو کې دې پایلې ته رسېدلي چې د هرمز تنګي د پرانیستلو عملیات ښايي تر ټاکلي وخت زیات وغځېږي او جګړه اوږده کړي.
له همدې امله پلان دا دی چې امریکا لومړی خپل اصلي هدفونه، لکه د ایران د سمندري ځواک کمزوري کول او د توغندیو د زېرمو کمول، ترسره کړي او وروسته جګړه راکمه کړي.
امریکايي چارواکو دا هم ویلي چې که دا تګلاره بریالۍ نه شي، واشنګټن به له اروپايي متحدانو او د خلیج له هېوادونو وغواړي چې د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو اصلي مسوولیت په غاړه واخلي.

