د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي چې د وروستي پړاو له خبرو وروسته تر اوسه د ایران او امریکا ترمنځ هېڅ مستقیمه مذاکره نه ده شوې.
بقایي زیاته کړې چې تر دې دمه یوازې د ځینو منځګړو له لارې پیغامونه رسېدلي دي او د ده په وینا په دغو منځګړو کې پاکستان هم شامل دی، چې د امریکا د خبرو غوښتنه یې تهران ته رسولې ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند همداراز ویلي چې هغه څه چې د ۱۵ مادو د وړاندیز په نوم یادېږي، د امریکا له لوري ډېرې زیاتې غوښتنې او غیرمنطقي غوښتنې دي.
بقایي ټینګار کړی چې ایران به یوازې د درناوي او متقابلو اصولو پر بنسټ هر ډول خبرې ومني او د فشار او یو اړخیزو غوښتنو تر سیوري لاندې مذاکره نه کوي.

