لیکوال: ببرک سائل
هغه نجلۍ چې د کتاب پر مخ ویده شوې ده، یوازې یوه معصومه څېره نه ده؛ بلکې د یوه ځپل شوي ملت د نیمایي برخې فریاد دی! دا د داسې نسل غږ دی چې لا د ژوند په لومړیو ګامونو کې دی، خو د ظلم او جهالت توپانونه پرې راچلېدلي دي. دا زما لور ده، خو ورسره هره افغانه نجلۍ ده چې له کتاب، قلم، پوهې او رڼا سره بېسارې مینه لري.
زما لور، د زرګونو نورو افغان نجونو په څېر، له مکتب، مدرسې او پوهنتون سره ژوره مینه لري. هر سهار د کتاب بوی، د ښوونکي درس، د تختې لیکنې او د ټولګیوالو خنداګانې په خوب کې ویني، خو دا خوبونه اوس د غم په سیوري کې ورکې شوي دي.
ټولنه هغه وخت پرمختګ کوي چې ښځې یې زدهکړه کړې، باخبره او د ژوند په هر ډګر کې فعاله ونډه ولري. خو دلته، په افغانستان کې، د یوې تګلارې له امله، نه یوازې د ژوند حق، بلکې د زدهکړې حق هم له ښځو اخیستل شوی دی. دا د انسانیت، دین، تمدن او بشري کرامت ښکاره انکار دی.
دا هر څه په داسې حال کې دي چې سپېڅلی اسلام د ښځو د زدهکړې حق تائید او پرې ټینګار کړی دی. د وحی لومړنۍ کلمه «اقرأ» ده — «ولوله!» خو پر ځای د «ولوله»، په افغانستان کې «چوپ شه!» تکراریږي.
زه، د یوه پلار، یوه افغان او یوه انسان په توګه، فریاد کوم:
پر افغان نجونو رحم وکړئ!
د پوهې دروازې پرانیزئ!
د کتاب خوږ خوب د دوی له معصومو سترګو مه تښتوئ!
زما لور چې د کتاب پر مخ ویده شوې ده، د لوی افغانستان انځور دی — د داسې ملت انځور چې له پوهې بېبرخې شوی، خو لا هم سترګې په هیله پورې نیولې دي. دا هیله له موږ څخه نه شي اخیستل کېدای. موږ به لیکو، فریاد به کوو، او د حق غږ به پورته ساتو، تر هغې ورځې پورې چې د پوهې څراغ بېرته د هرې افغانې نجلۍ کور روښانه کړي.

