چهارشنبه, مارچ 11, 2026
Homeکورپاڼهمولانا فضل الرحمن خلیل څوک دی؟

مولانا فضل الرحمن خلیل څوک دی؟

لیکوال: محمد قاسم حلیمي

نن د روژې مبارکې ۲۲مه ده، والله علی ما أقول شهید.
زه همیشه اوږده لیکنه نه کوم؛ خو نن مې په دې روژه کې وجدان مجبور کړم.
مولانا فضل الرحمن خلیل د پاکستان د ډېره اسماعیل خان په سیمه کې زېږېدلی دی.
نوموړی د پاکستان د پخواني جنرال حمید ګل له ځوانو شاګردانو او روزل شوو کسانو څخه و. د ۱۹۸۰مو کلونو پر مهال، کله چې د شوروي اتحاد پر ضد د افغان جهاد جګړه روانه وه، هغه د ښاغلي جلال الدین حقاني تر څنګ افغانستان ته داخلېده او ډېر فعال و. د خوست د ژورې په غونډ کې یې خپله مستقله جبهه هم درلوده.
د کابل له سقوط وروسته هم خلیل له خپلې پنجابي ډلې سره خوست ته راغی، خو کله چې په افغانستان کې داخلي جګړې پیل شوې، بېرته پاکستان ته ولاړ او هلته یې د حرکت المجاهدین په نوم جبهه جوړه کړه چې په کشمیر کې یې جګړه کوله.
د خلیل نوم هغه وخت د رسنیو په خولو کې ډېر مشهور شو، کله چې د ۱۹۹۹ کال د دسمبر په ۲۴مه د نیپال له کتمندو څخه د هند د ۸۱۴ شمېرې ملکي الوتکه وتښتول شوه. الوتکه د هند په ګډون عرب اماراتو او لاهور ته ولاړه، خو هلته د ناستې اجازه ورنه کړل شوه. په پای کې الوتکه په کندهار کې ښکته شوه.
یرغمل کوونکو غوښتنه کوله چې په هند کې بند ځینې پاکستانی تروریستان دې خوشې شي. په هغه وخت کې د هند له چارواکو سره، چې مشري یې د هند د بهرنیو چارو وزیر جسوانت سینګ کوله، مذاکرات روان وو. د طالبانو له لوري د ملا محمد عمر مجاهد د دفتر لوی رئیس محترم مولوي وکیل احمد متوکل خبرې کولې، او له پاکستانی لوري سره مذاکرات د هغه وخت د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ملا جلیل ترسره کول.
په پایله کې، اوه ورځې وروسته، لاندې درې پاکستانی تروریستان د هند له خوا خوشې شول:
۱ ـ ملا مسعود اظهر، چې وروسته یې په پاکستان کې د جیش محمد په نوم ډله جوړه کړه.
۲ ـ احمد عمر سعید شیخ، پاکستانی ـ برتانوی ملا چې په هند کې د بهرنیو سیلانیانو د تښتولو او د امریکایي خبریال ډینیل پرل د وژنې په قضیه کې مشهور شو.
۳ ـ مشتاق احمد عمر زرګر، چې د پاکستانی کشمیر د العمر مجاهدین ډلې مشر و.
دوی خوشې شول او الوتکه له شاوخوا ۱۷۰ مسافرو سره بېرته هند ته وګرځېده.
هغه وخت ویل کېدل چې د دې تروریستي پلان له جوړونکو څخه، د پاکستان د ای اس ای په ګډون، یو مهم غړی همدا ملا فضل الرحمن خلیل و، چې له همدې امله یې نوم په رسنیو کې ډېر مشهور شو.
کله چې طالبان په خپله لومړۍ دوره کې په افغانستان کې واکمن وو، د کندهار له پېښې وروسته خلیل یو ځل بیا خپله د مجاهدینو ډله په افغانستان کې فعاله کړه او د ښاغلي جلال الدین حقاني تر څنګ یې د شمالی اتحاد پر ضد جګړه کوله.
د کابل د ریشخورو فرقه هغه وخت له پاکستاني او ازبک طالبانو سره وه، او خلیل پکې یو مطرح مشر و. د همدې جګړو په لړ کې د خلیل لاسونه د سلګونو افغانانو په وینو سره دي.
ما له خلیل سره درې ځله لیدلي دي.
لومړی ځل مې د ۲۰۰۰ کال په پیل کې د کابل د وزیر اکبر خان مېنې په سیمه کې ولید. هلته د سهیل په نوم یو پاکستانی اوسېده چې د استاد یاسر وردګ باجه و، ځکه د یاسر یوه مېرمن پاکستانۍ ده او د هغې خور، مېرمن عشرت، همدې سهیل ته ناسته وه. دغه پاکستانی سهیل په وزیر اکبر خان کې اوسېده او د خلیل د جبهې مالي مسؤل و.
یاسر مرحوم زه د سهیل کور ته دعوت کړم، او هلته یې خلیل او سهیل دواړه راته د افغان جهاد ځلانده ستوري معرفي کړل.
دوهم ځل مې هغه په ۲۰۰۱ کال کې د وزیر اکبر خان د الرشید ټرسټ په دفتر کې ولید. دا هغه وخت و چې امریکا پر افغانستان خپل یرغل پیل کړی و. زه د ملا جلیل له خوا دې دفتر ته ولېږل شوم تر څو د بهرنیو چارو وزارت نظامي ساتونکو ته د خوراکي توکو مرسته ترې راوړم.
دا موسسه د پاکستاني عالم مفتي رشید احمد له خوا جوړه شوې وه. په پیل کې ویل کېدل چې د افغان مهاجرینو د مرستې لپاره ده، خو وروسته څرګنده شوه چې دا د تروریستانو یوه لویه ځاله وه، او خلیل د همدې موسسې مرکزي غړیتوب درلود.
په ۲۰۰۳ کال کې، کله چې زه په بګرام کې بندي وم، د الرشید ټرسټ یو غړی په کندهار کې نیول شوی و او بګرام ته انتقال شوی و. په بګرام کې د ولید مجروح په نوم د کنړ یو افغان تر جمان ، چې اوس په امریکا کې ژوند کوي، د همدې بندی ترجمه کوله.
دغه پاکستانی ملا، چې د الرشید ټرسټ د بلوچستان غړی او د ټبر له مخې پښتون و، په خپلو اظهاراتو کې امریکایانو ته ویلي وو:
«تاسو زه ولې بندی کړی یم؟ موږ خو ستاسو سره مرسته کړې ده. ای اس ای چې تاسو ته د طالبانو کوم نظامي مرکزونه او پټنځایونه ښودلي، هغه ټول د الرشید ټرسټ په همکارۍ درکړل شوي دي، او خصوصاً په کابل کې زموږ مشر مولانا فضل الرحمن خلیل تاسو ته دا خدمت کړی دی نو تاسو باید ما پریږدۍ.»
مجروح په شخصي ډول له ما څخه د خلیل پوښتنه وکړه چې آیا زه یې پېژنم او که مې لیدلی دی که نه. ما ورته همدا معلومات ورکړل. دا چې وروسته مجروح دا معلومات له امریکایانو سره شریک کړل که نه، زه نه پوهېږم. خو مجروح یو هېوادپال افغان و.
کله چې هغه د دې پاکستانی تروریست خبرې اورېدلې وې، زما د زندان کوټې ته راغی. له غصې نه تک تور اوښتی و. کله چې ما ترې پوښتنه وکړه، هغه دا حال راته بیان کړ او ویې ویل:
«دا خبیسان دواړه لارې وهي.»
وروستی ځل مې دا جناب هغه وخت ولید چې د جمهوریت پر مهال زه د علماوو په یوه پلاوي کې د پاکستاني علماوو سره د لیدو لپاره اسلام اباد ته تللی وم. هلته مې ولید چې دا جناب بیا هم د علماوو په استازیتوب په مجلس کې ناست دی.
کله چې خبرې پیل شوې، ما ورته وویل:
«ما او تا په کابل کې د سهیل په کور کې سره لیدلي وو، او هغه ستا ملګری هم په بګرام کې بندي و.»
هغه وویل:
«هو، هو، یاد مې شو. الحمد لله، هغه راخلاص شو.»
ما ورته وخندل.
اوس چې بیا د علماوو په استازیتوب کابل ته تللی دی، دا خبره مې په ذهن کې راغله چې د کابل واکمنان باید هوښیار او بیدار وي. ځکه کله کله دښمن د دوست پوستین اغوندي، او نه پوهېږو چې کوم ځایونه به بیا د آی اېس آی لپاره په جي‌پي‌ایس په نښه کوي؟

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ یې کټ مټ دلته خپروو.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here