چهارشنبه, مارچ 11, 2026
Homeافغانستاند ملګرو ملتونو امنیت شورا؛روان کال د افغانستان په اړه غونډه کوي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا؛روان کال د افغانستان په اړه غونډه کوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر اعلان کړی چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا به د روانې میاشتې په نهمه نېټه د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه ترسره کړي.

د یوناما په وینا، ټاکل شوې ده چې د روان کال د مارچ په ۱۷مه هم د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوناما د ماموریت په اړه بحث وکړي.

یوناما ویلي چې د دواړو غونډو اجنډا او نور جزییات به وروسته له رسمي پرېکړو سره سم اعلان شي.

تر اوسه د غونډو د ګډونوالو، د بحث د محورونو او احتمالي پرېکړو په اړه نور معلومات نه دي خپاره شوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here