سه شنبه, اگست 18, 2026
Homeسیمهخیبرپښتونخوا باجوړ؛ په زرګونو خلکو د عاصم منیر پر ضد پراخ احتجاج...

خیبرپښتونخوا باجوړ؛ په زرګونو خلکو د عاصم منیر پر ضد پراخ احتجاج کړی

د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې ګڼ شمېر خلکو د پاکستان د پوځ د مشر عاصم منیر او د پوځ د تګلارو پر ضد پراخ احتجاچ کړی.

د احتجاج ګډونوالو د عاصم منیر پر ضد شعارونه ورکول او د پوځ پر لوړپوړو چارواکو یې سختې نیوکې کړې دي.

د اعتراض کوونکو له لوري داسې شعارونه هم ورکړل شوي چې په کې یونیفورم‌اغوستونکي پوځیان «ترهګر» بلل شوي دي.

په ورته وخت، یو شمېر پاکستاني سیاسي او ټولنیز فعالان پر عاصم منیر نیوکه کوي او د پاکستان د اوسني سیاسي، امنیتي او ټولنیز وضعیت د رامنځته کېدو پړه هم تر ډېره د نوموړي پر سیاستونو او کړنو اچوي.

منتقدان ادعا کوي چې د پوځ زیاتېدونکي سیاسي نفوذ او د مخالفو غږونو پر وړاندې سخت دریځ د پاکستان ستونزې لا ژورې کړې دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here