سه شنبه, اگست 18, 2026
Homeافغانستانتمیم عاصي: طالبان افغانستان د یوې سترې دیني مدرسې په څېر اداره...

تمیم عاصي: طالبان افغانستان د یوې سترې دیني مدرسې په څېر اداره کوي

د افغانستان د پخواني حکومت د دفاع وزارت د ستراتیژۍ او پالیسۍ مرستیال تمیم عاصي له بي‌بي‌سي سره د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا ملا حسن اخوند د تازه مرکې په غبرګون کې ویلي چې د دې مرکې له لیدلو وروسته یې دا باور نور هم پوخ شو چې طالبان افغانستان د یوې سترې دیني مدرسې په څېر اداره کوي.

عاصي د ملا حسن اخوند د حکومتولۍ وړتیا تر پوښتنې لاندې راوستې او ویلي یې دي چې د نږدې ۴۰ میلیونو وګړو او ځوان نسل د برخلیک پرېکړې د داسې مشر له لوري کېږي چې په وینا یې، د معاصرې حکومتولۍ، اقتصاد، ټکنالوژۍ او نړیوالو بدلونونو له مفاهیمو سره کافي بلدتیا نه لري.

هغه خبرداری ورکړی چې د همدې تګلارې دوام به افغانستان د لا ډېرې بې‌وزلۍ، لوږې، انزوا، د کدرونو د تېښتې او د ځوان نسل د راتلونکي د له منځه تلو پر لور بوځي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here