اروپايي ټولنې په کابل کې د دشت برچي سیمې د شمع هدایت ښوونځي ته څېرمه د چاودنې په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
اروپايي ټولنې ویلي، په دې چاودنه کې لسګونه زدهکوونکي ټپیان شوي چې ټپیانو ته یې د زر روغتیا هیله کړې ده.
دې ټولنې د ټپیانو له کورنیو او د ښوونځي له ټولنې سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې ښوونځي باید باید په امن کې وي.
اروپايي ټولنې زیاته کړې چې پر ماشومانو او ښوونیزو مرکزونو قصدي بریدونه د منلو وړ نه دي.

