د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان د سترې محکمې له هغې پرېکړې هرکلی کړی چې له مخې یې روغتون ته د پخواني لومړي وزیر عمران خان د لېږدولو امر شوی دی.
د پاکستان سترې محکمې نن د اګست په ۱۸مه امر کړی چې عمران خان دې د طبي معایناتو او درملنې لپاره په راتلونکو دوه ورځو کې د اسلاماباد شفا نړیوال روغتون ته ولېږدول شي.
ویل کیږي د عمران خان درملنه به د یوه مسلکي طبي بورډ تر څارنې لاندې وي چې د هغه شخصي ډاکټر به هم په کې شامل وي.
د راپورونو له مخې، د محکمې له پرېکړې سره عمران خان ته له خپلې کورنۍ سره د اوونیزو حضوري لیدنو حق هم بېرته ورکړل شوی او نوموړي ته به له خپلو زامنو سره د ټیلیفوني خبرو زمینه هم برابره شي.
خلیلزاد د دغو پرېکړو هرکلی کړی او دا یې «ډېر مثبت» پرمختګ بللی دی.

