یو لوړپوړي امریکايي چارواکي د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې تمه کېږي د امریکا او ایران ترمنځ د سې شنبې ورځې له خبرو اترو وروسته، چې په جنیوا کې ترسره شوې، د ایران حکومت به یو لیکلی وړاندیز وړاندې کړي څو له متحده ایالاتو سره د هوکړې د روان بنبست د دوام مخه ونیول شي.
دغه امریکايي چارواکي زیاته کړې چې د امریکا د ملي امنیت لوړپوړو سلاکارانو د د سپینې ماڼۍ د وضعیت خونې په ناسته کې د ایران اړوند موضوع وڅېړله، او هغوی ته وویل شول چې ټول هغه امریکايي ځواکونه چې سیمې ته استول شوي، باید د مارچ تر نیمایي پورې په خپلو ټاکل شوو ځایونو کې ځای پر ځای شي.
د نوموړي چارواکي په وینا، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به د حوت په ۹مه نېټه له بنیامین نتانیاهو سره په اسرائیل کې وګوري.

