د طالبانو حکومت له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د سرو لښکرو د وتلو د ۳۷مې کلیزې په مناسبت اعلامیه خپره کړې ده.
په اعلامیه کې د دلوې ۲۶مه د هېواد په تاریخ کې ویاړمنه ورځ بلل شوې او دا ورځ یې د الله تعالی د شکر ورځ یاده کړې ده.
د طالبانو حکومت ټول ولس ته د دغې ورځې مبارکي ویلې ده.
اعلامیه زیاتوي چې الله تعالی د افغانانو او مسلمانانو د جهاد، مبارزې، قربانیو، هجرتونو او ستونزو له برکته افغان ولس ته دا ویاړ ور په برخه کړ چې د شوروي اتحاد په څېر ستر ځواک ته ماتې ورکړي او له هېواده یې ایستلو ته اړ کړي.
په خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې افغانستان په تېرو څه باندې سلو کلونو کې درېیم ځل د الله تعالی په نصرت له اشغاله ازاد شوی، چې دا د افغان مسلمان ولس د دین د ساتنې او خپلواک ژوند لپاره د کلک هوډ او ژمنې څرګندونه کوي.
د طالبانو حکومت له تېرو یرغلونو د عبرت اخیستو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې هېڅ لوری باید د افغانستان د آزادۍ او حریت پر ضد بیا ګام پورته نه کړي.
اعلامیه همدارنګه له هېوادوالو غوښتي چې د هر ډول توطیو او دسیسو پر وړاندې بیدار واوسي، اسلامي وحدت وساتي او د خپلو اسلافو لار تعقیب کړي، څو دین، عقیده او خپلواکي خوندي پاتې شي.

