د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د خپلواکۍ د ۱۰۷مې کالیزې په مناسبت ویلي چې د خپلواکۍ ترلاسه کول د افغان ولس د مبارزو او قربانیو ویاړ دی، خو د دې خپلواکۍ ساتنه یوازې د یوه پیاوړي او پر ځان بسیا افغانستان له لارې ممکنه ده.
کرزي د خپلواکۍ د مبارزینو د قربانیو درناوی کړی او ویلي یې دي چې د هېواد ځواک په دوامدارې سولې او ثبات، ملي یووالي او په علم او پوهه سمبال ځوان نسل پورې تړلی دی.
هغه ټینګار کړی چې د افغانستان د پیاوړي کېدو لپاره باید ټولو افغان ماشومانو، نجونو او هلکانو، ته د زدهکړې فرصت برابر شي او د هېواد د ګډ برخلیک او مالکیت احساس د خلکو ترمنځ پیاوړی شي.
کرزي ویلي، افغانستان یوازې د ملي یووالي او ځواک له لارې کولای شي له خپلې خپلواکۍ ګټه واخلي، پرمختګ وکړي او په نړیواله ټولنه کې د یوه بااعتباره او مسؤل هېواد په توګه خپل ځای ومومي.

