خیبر پښتونخوا کې د ملي دیموکراتیک غورځنګ مشر محسن داوړ د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت ویلي، افغانستان داسې مهال د خپلواکۍ کالیزه لمانځي چې د ده په وینا، د هېواد خپلواکي او ملي هویت یو ځل بیا له ګواښ سره مخ دی.
داوړ ویلي، تاریخ د افغانانو د مقاومت وړتیا ثابته کړې او افغانانو تر دې هم له ډېرو سختو ننګونو سره مقابله کړې ده.
هغه هیله څرګنده کړې چې افغانستان به له اوسنیو ستونزو بیا هم ووځي او «بیا به راپورته، وځلېږي او پرمختګ به وکړي.»

