چهارشنبه, اگست 19, 2026
Homeبشري حقونهد لبنان روغتیا وزارت: اسرائیلو په شپږو میاشتو کې شاوخوا ۴ زره...

د لبنان روغتیا وزارت: اسرائیلو په شپږو میاشتو کې شاوخوا ۴ زره ۳۴۸ کسان وژلي

د لبنان د عامې روغتیا وزارت وايي، اسرائیلو د ۲۰۲۶ کال د مارچ له ۲مې راهیسې په دغه هېواد کې لږ تر لږه ۴ زره ۳۴۸ کسان وژلي او ۱۲ زره ۳۰۷ نور یې ټپیان کړي دي.

د وزارت په وینا، د وژل شویو کسانو له ډلې ۳۹۳ ښځې او ۲۵۷ ماشومان دي.

همداراز ۵۳۷ سوریایان، ۲۳۴ فلسطینیان او ۳۲ لبناني سرتېري هم په وژل شویو کسانو کې شامل دي.

د لبنان د روغتیا وزارت وايي، د اسرائیلو په پوځي عملیاتو کې لږ تر لږه ۱۷ روغتونونه زیانمن شوي، پر روغتیايي کارکوونکو ۱۷۹ بریدونه ثبت شوي او ۳۹ امبولانسونه او نور روغتیايي بېړني موټرونه هم ویجاړ شوي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here