د د طالبانو حکومت د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر د ویلنټاین د ورځې په اړه ویلي چې دا ورځ په اسلامي او افغاني ارزښتونو کې هېڅ تاریخي او دیني سابقه نه لري او په ټولنه کې یې دود کېدل د پردیو کلتوري اغېزو پایله ده.
نوموړي زیاته کړې چې ویلنټاین د غرب له فرهنګه راټوکېدلې پدیده ده او په تېرو کلونو کې په افغانستان کې مشهوره شوې ده.
د هغه په وینا، دا ورځ د اسلامي اخلاقو، شرعي حدودو او ملي دودونو سره په ټکر کې ده او د مینې او عاطفې تر نوم لاندې د اخلاقي انحراف لپاره زمینه برابروي.
سیف الاسلام خیبر ویلي چې رښتینې مینه، عاطفه او درناوی باید د انسان د ټول ژوند برخه وي، نه دا چې یوازې یوې ورځې ته ځانګړې شي.
هغه ټینګار کړی چې ځوانان دې د احساساتو د څرګندولو پر مهال د نکاح، مسئولیت، وفادارۍ او شرعي اصولو پابندي په پام کې ونیسي.
د یاد وزارت ویاند همداراز څرګنده کړې چې د مور او پلار خدمت، د کورنۍ درناوی او د اسلامي اخلاقو مراعت کول هغه ارزښتونه دي چې باید په دوامدار ډول عملي شي، نه دا چې یوازې په یوه ځانګړې ورځ نمایشي بڼه خپله کړي.

