د ایران د پوځ د سمندري ځواک قومندان شهرام ایراني ویلي، د امریکا او اسرائیل هغه ګواښونه چې د ایران د بالستیک توغندیو د پروګرام په اړه مطرح کېږي، عملي بنسټ نه لري.
ایراني د یوې وینا پر مهال وویل، دښمن ښايي بېعقله وي، خو دومره پوهه لري چې د ایران د اوږده واټن توغندیو پر وړاندې د مقابلې خوب به یې هیڅکله رښتیا نه شي.
د هغه په وینا، د ایران پوځي وړتیاوې داسې کچې ته رسېدلې چې هر ډول بهرنی یرغل به د سختې ماتې سره مخ شي.
نوموړي همداراز ټینګار وکړ، تر اوسه هېڅ امریکایي جنګي بېړۍ خلیج فارس ته نه ده ننوتې او هغه ادعاوې چې د امریکا د پوځي حضور د زیاتېدو په اړه خپرېږي، یوازې د رواني جګړې برخه ده.
د ایران چارواکي وایي، هېواد یې د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ پوځي چمتووالی لري او د خپلې دفاعي تګلارې څخه به هېڅکله شاتګ ونه کړي.

