ایراني چارواکو څلور سیاسي څېرې د هېواد د «سیاسي او ټولنیز نظم د ګډوډولو» په تور نیولي دي او ادعا کوي چې یاد کسان د امریکا او اسراییلو په ګټه فعالیت کاوه.
د الجزیرې د راپور له مخې، د ایران د قضایي ادارې له قوله، دغه کسان د جنورۍ د پراخو اعتراضونو پر مهال د حکومت پر ضد فعالیتونه تنظیم کړي او هڅه یې کړې چې په هېواد کې بېثباتي رامنځته کړي.
په نیول شویو کې درې تنه د اصلاح غوښتونکي جریان مخکښ سیاستوال دي:
آذر منصوري – د ایران د اصلاحاتو جبهې مشره
محسن امینزاده – د بهرنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال
ابراهیم اصغرزاده – پخوانی پارلماني غړی
څلورم کس لا تر اوسه رسماً نه دی معرفي شوی.
د اصلاحاتو جبهې ویلي چې آذر منصوري د کور له دروازې د سپاه پاسداران د استخباراتي ځواکونو لهخوا نیول شوې او یو شمېر نورو لوړپوړو غړو ته هم د حاضرېدو احضاریې ورکړل شوې دي.
دا نیونې وروسته له هغو خونړیو اعتراضونو ترسره کېږي چې د روان کال په جنورۍ کې د اقتصادي بحران له امله پیل شول او وروسته په ټول هېواد کې د حکومت ضد پاڅونونو ته واوښتل.
د ایران حکومت وایي چې د دغو اعتراضونو پر مهال ۳،۱۱۷ کسان وژل شوي، خو د امریکا مېشت د بشري حقونو فعالانو اداره (HRANA) ادعا کوي چې تر دې دمه یې ۶،۸۵۴ وژل شوي کسان ثبت کړي او د لس زره نورو قضیې تر څېړنې لاندې دي.
ایراني چارواکو معترضان «ترهګر» بللي او تور یې پورې کړی چې دا پاڅونونه د امریکا او اسراییلو له لوري تنظیم شوي، خو ملګري ملتونه او نړیوال بشري بنسټونه وایي چې ډېری وژنې د دولتي ځواکونو لهخوا شوې دي.

