یکشنبه, فبروري 8, 2026
Homeکورپاڼهبنیامین نتانیاهو:پر ایران هیڅ ډول باور نشته او هر ګواښ به خطرناک...

بنیامین نتانیاهو:پر ایران هیڅ ډول باور نشته او هر ګواښ به خطرناک ځواب ولري

د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو دفتر اعلان کړی چې د امریکا سره په هر احتمالي تړون کې د ایران د حکومت پر ژمنو باور نه شي کېدای.

د نتانیاهو دفتر ټینګار کړی چې د ایران سره هر ډول خبرې اترې باید د دې هېواد د بالستیک توغندیو د پروګرام محدودول هم پکې شامل وي.

په بیان کې همدارنګه ویل شوي چې که ایران د اسراییلو د زیانمنولو لپاره هر ډول هڅه وکړي؛ نو دا به جدي او خطرناکې پایلې ولري.

د نتانیاهو دفتر زیاته کړې چې اسراییل به د خپلې امنیتي دفاع لپاره له هېڅ اقدام څخه ډډه ونه کړي او د هر ډول ګواښ پر وړاندې به کلک غبرګون وښيي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here