د پاکستان په پلازمېنه اسلاماباد کې د تېرې جمعې ورځې پر یوه جومات د شوي ځانمرګي برید مسوولیت داعش وسلهوالې ډلې پر غاړه اخیستی دی.
یادې ډلې په خپره شوې اعلامیه کې ادعا کړې چې دا برید د دوی د جنګیالیو لهخوا ترسره شوی دی.
بلخوا، د پېښې تر رامنځته کېدو وروسته پاکستان پر هند تور پورې کړی و چې ګواکې په دغه برید کې لاس لري، خو د هند حکومت دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې اسلاماباد دې د نورو هېوادونو د تورنولو پر ځای خپل کورنی امنیتي وضعیت ته پاملرنه وکړي.
همداراز، د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف پر بلوچستان د وسلهوالو تحرکاتو او د اسلاماباد پر جومات برید د طالبانو حکومت ته منسوب کړي وو، خو د طالبانو حکومت د دفاع وزارت په غبرګون کې ویلي چې پاکستان په بېمنطق او عجولانه څرګندونو سره نشي کولای پر خپلو امنیتي ناکامیو پرده واچوي او خپلې داخلي ستونزې پر افغانستان وتپي.

