د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ټولو ایران میشته امریکايي وګړو ته خبرداری ورکړی چې باید سمدستي له ایران څخه ووځي او تر بل امر پورې دغه هېواد ته سفر ونه کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د Travel.State.Gov په رسمي وېبپاڼه کې په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ایران ته سفر د هر ډول دلیل له مخې خطرناک دی او امریکايي وګړي هلته د جدي امنیتي ګواښونو سره مخ دي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې امریکايي اتباع په ایران کې د ترهګرۍ، کورنیو ناکراریو، تښتونې، خودسرانه نیونو، شکنجې او ناعادلانه بندیزونو له جدي خطر سره مخ دي.
دا په داسې مهال کې ده چې نن د ترکیې، قطر او مصر په منځګړیتوب په عمان کې د امریکا او ایران د مذاکراتو ورځ هم ټاکل شوې ده.

