د «بلوچستان جمهوریت» په نوم د بلوچانو سیاسي ډلې د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۷مې کالیزې په مناسبت افغانانو ته مبارکي ویلې او د افغانستان او بلوچستان ترمنځ یې د تاریخي اړیکو د لا پیاوړتیا غوښتنه کړې ده.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د افغان او بلوچ ولسونو اړیکې یوازې پر جغرافیه نه، بلکې پر «ورورولۍ، متقابل درناوي، ګډو مبارزو او باور» ولاړې دي.
د بلوچستان جمهوریت په خبرپاڼه کې ادعا شوې چې بلوچانو په تېرو تاریخي پړاوونو کې د افغانستان د حاکمیت او خپلواکۍ ملاتړ کړی او د بهرنیو ځواکونو له خوا یې د خپلې خاورې د کارولو مخالفت کړی دی.
دغې ډلې وړاندیز کړی چې افغانستان او بلوچستان دې خپلې تاریخي اړیکې په «پیاوړې ستراتیژیکې ملګرتیا» بدلې کړي او د متقابل امنیت لپاره دې، د اړتیا په صورت کې د دفاعي همکاریو پر لور هم ګامونه واخلي.
په خبرپاڼه کې د پاکستان پر ضد هم سختې څرګندونې شوي او ادعا شوې چې د افغانستان او بلوچستان ترمنځ نږدې اړیکې کولی شي د سیمې د امنیت او سوداګرۍ لپاره نوې زمینه برابره کړي.
د بلوچستان جمهوریت ویلي، د بلوچستان سمندري بندرونه کولی شي افغانستان له نړیوالو بازارونو سره ونښلوي او افغانستان بیا بلوچستان له منځنۍ اسیا او له هغې هاخوا سیمو سره د سوداګرۍ له لارې وصلولی شي.

