د ازادۍ جبهې په نوم ډلې ادعا کړې چې د بدخشان په مرکز فیضاباد کې یې د طالبانو د والي پر دفتر او یوې امنیتي پوستې راکټي برید کړی چې په پایله کې یې ۹ طالبانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د دې ډلې په وینا، برید د چهارشنبې شپې شاوخوا ۱۱:۴۰ بجې شوی او له برید وروسته یې له طالب ځواکونو سره شاوخوا نیم ساعت نښته هم کړې ده.
جبهه وايي، په نښته کې څلور طالب ځواکونه وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
ازادۍ جبهې زیاته کړې چې په دغه برید کې یې خپلو ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
تراوسه د طالبانو حکومت د دغو ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.
په بدخشان کې په وروستیو اوونیو کې د طالبانو او وسلهوالو مخالفینو ترمنځ نښتې زیاتې شوې دي؛ د ازادۍ جبهې په نوم ډلې د روانې میاشتې په بېلابېلو پېښو کې هم طالبانو ته د مرګژوبلې اړولو ادعاوې کړې دي.

