پنجشنبه, اگست 20, 2026
Homeافغانستانهند کابل کې یوه دولتي روغتون سره د درملو او طبي توکو...

هند کابل کې یوه دولتي روغتون سره د درملو او طبي توکو مرسته وکړه

هند په کابل کې له یوه دولتي روغتون سره د درملو او طبي مصرفي توکو مرسته کړې او وايي، دغه مرسته د افغانستان د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا په موخه شوې ده.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جېسوال په یوه پیغام کې ویلي، هېواد یې له افغان ولس سره په روغتیایي برخه کې خپلې اوږدمهالې همکارۍ ته دوام ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې هند تېره میاشت هم د نورستان سېلاب ځپلو کورنیو سره د خوراکي توکو او خېمو مرسته کړې وه.

دغه هېواد همداراز د روان کال په جون کې هم کابل ته پنځه ټنه اړین درمل او د مې پر ۲۲مه یې د ماشومانو د واکسین پروګرام د ملاتړ لپاره د BCG او تیتانوس ـ ډیفتریا واکسینونو ۲۰ ټنه وچ مواد افغانستان ته لېږلي وو.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here