د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د امنیت په اړه راپورته شوې اندیښنې بې ځایه وبللې.
ذبیح الله مجاهد ویلي، افغانستان امن دی او هېڅ بهرنۍ یا خپل سرې ډلې په هېواد کې شتون نه لري.
هغه پر ځای د دې چې د پاکستان نوم واخلي زیاته کړې چې په افغانستان کې د داعش ډلې ماتې خوړلې، خو ځینې عناصرو یې په ګاونډ کې ځالګۍ جوړې کړې دي.
مجاهد ټینګار کړی، چې افغانه خاوره به د هېچا پر ضد ونه کارول شي او نړیوال باید د افغانستان د امنیت په اړه بې ځایه تشویش ونه کړي.
هغه همدارنګه ویلي، چې په ملګرو ملتونو کې د دوی د استازو نشتون، په نړیوالو غونډو کې د ځینو هیوادونو لپاره د پروپاګند زمینه برابره کړې.

