شنبه, مارچ 28, 2026
Homeافغانستانقزاقستان:په استانه کې د افغانستان د تماس ډلې غونډه د فبرورۍ په...

قزاقستان:په استانه کې د افغانستان د تماس ډلې غونډه د فبرورۍ په ۱۶ ترسره کېږي

د ازبکستان لپاره د قزاقستان سفارت اعلان کړی، چې د افغانستان په اړه د ځانګړو استازو د تماس ډلې راتلونکې غونډه به د فبرورۍ په ۱۶مه د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې ترسره شي.

د سفارت د معلوماتو له مخې، دا موضوع د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړي استازي اسمت‌الله ارګاشف او په ازبکستان کې د قزاقستان سفیر بیبوت اتامکولوف ترمنځ په لیدنه کې وڅېړل شوه.

دواړو لوریو د افغانستان پر روان اقتصادي او بشري وضعیت خبرې کړي او ټینګار یې کړی، چې د سیمې له اقتصادي همکاریو سره د افغانستان یوځای کول د سیمې د ثبات او پرمختګ لپاره مهم ګام دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here