د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر، ژان نوئل بارو ویلي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ خبرې اترې باید په لومړي پړاو کې په ایران کې د معترضانو د ځپلو د پای ته رسولو پر موضوع متمرکزې وي، او وروسته دې نورو دوسیو ته، لکه اټومي او توغندیزو پروګرامونو ته پاملرنه وشي.
بارو ویلي چې دا اقدامات باید بېجزا پاتې نه شي، او له همدې امله فرانسې تېره اوونۍ قاطع پرېکړې کړې دي.
د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې، چې ایا د امریکا ولسمشر کولی شي د ایران د کورني وضعیت په تړاو په مذاکراتو کې مثبت رول ولوبوي که نه، بارو ویلي: «له زړه هیله لرم چې همداسې وي، ځکه د ایران خلک د ازادۍ حق لري، د درناوي حق لري، او دا حق لري چې د خپل راتلونکي په اړه پخپله پرېکړه وکړي.»

