د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش په یوه رسمي لیک کې د نړۍ هېوادونو ته خبرداری ورکړی چې دغه نړیوال سازمان د نږدې مالي پرځونې له جدي خطر سره مخ دی.
د نوموړي په وینا، د غړو هېوادونو له خوا د حقالعضویت پر وخت نه ورکول د سازمان مالي وضعیت تر ټولو لویه ستونزه ګرځېدلې ده.
ګوتریش ویلي، سربېره پر دې، هغه سخت بودجوي قانون چې له مخې یې ملګري ملتونه اړ دي نهمصرف شوې پیسې بېرته ورکړي، د سازمان د مالي انعطاف مخه نیسي او د فعالیتونو پر دوام مستقیم منفي اغېز کوي.
چارواکي خبرداری ورکوي چې که ژر تر ژره د بودجې ستونزې حل نه شي، نو ملګري ملتونه به له جدي محدودیتونو سره مخ شي او ښايي د سولې ساتنې، بشري مرستو او نړیوالو ماموریتونو ګڼ پروګرامونه ټکني شي.

