د ایران په جنوبي بندرعباس ښار کې په یوې استوګنیزې ودانۍ کې د زورورې چاودنې له امله لس تنه ټپیان شوي او څو کورونه زیانمن شوي دي.
د ایراني چارواکو په وینا، چاودنه د ګاز ډبې له امله رامنځته شوې، او د ښار په یوه ګڼ مېشته سیمه کې شوې چې له امله یې د ودانۍ ځینې برخې نړېدلي او ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.
چارواکو هغه راپورونه بېاساسه بللي چې ګواکې دا پېښه د سپاه پاسداران د بحري ځواک د قومندان پر ضد هدفي برید و، او ټینګار یې کړی چې دا ډول اوازې د بهرنیو کړیو له لوري د خلکو د وېرولو لپاره خپرېږي.

