د استرالیا حکومت پرېکړه کړې چې په پلازمېنه کانبرا کې د افغانستان سفارت د ۲۰۲۶ کال د جون له پای وروسته وتړي او خپل رسمي فعالیتونه ودروي.
د استرالیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا اقدام د اداري او تخنیکي ستونزو له امله شوی او نور د سفارت اوسنی حالت د دوام وړ نه دی.
کانبرا یو ځل بیا ټینګار کړی چې د طالبانو حکومت له لوري ټاکل شوي هېڅ استازي ته به اجازه ور نه کړي چې د افغانستان په نوم دیپلوماتیک فعالیت ترسره کړي، او دغه حکومت د افغان ولس مشروع استازیتوب نشي کولای.
د استرالیا حکومت همدارنګه د طالبانو حکومت پر سیاستونو سختې نیوکې کړي او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونه د نړیوالو بشري ارزښتونو ښکاره نقض دی.
اعلامیه کې ویل شوي، چې د سفارت د تړل کېدو بهیر به په تدریجي او منظم ډول ترسره شي، څو د افغانستان د خلکو پر وړاندې د استرالیا سیاسي او اخلاقي دریځ ته زیان و نه رسېږي.

