چهارشنبه, فبروري 4, 2026
Homeافغانستاند طالبانو حکومت:روان کال له افغانستان څخه ۲۳ زره ټنه انار بهرنیو...

د طالبانو حکومت:روان کال له افغانستان څخه ۲۳ زره ټنه انار بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي

د طالبانو حکومت د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست ویلي، چې د روان لمریز کال له پیل راهیسې د دې ولایت شاوخوا ۲۳ زره ټنه انار بېلابېلو بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي.

د چارواکو په وینا، دا لومړی ځل دی چې د کندهار انار قطر ته هم صادر شوي دي.

د معلوماتو له مخې، د کندهار انار پاکستان، هند، سعودي عربستان، مالیزیا، ازبکستان، روسیې، قزاقستان، متحده عربي اماراتو او قطر ته لېږدول شوي دي.

چارواکي زیاتوي، چې سږ کال په کندهار کې د انارو له بڼونو شاوخوا ۲۷۴ زره ټنه حاصل تر لاسه شوی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here