د افغانستان د کرنې او مالدارۍ چارواکي وايي، افغان او ترکي سوداګر د سړو خونو د تجهیز او تولیدي پروژو لپاره په کور دننه د ۱۵ مېلیونو ډالرو پانګونې ته چمتووالی ښودلی دی.
دا پانګونه به د کروندګرو او کورنیو تولیداتو د ساتنې په برخه کې مرسته وکړي.
د کرنې خونې د نړۍوالو اړیکو مشر امید حیدري ویلي، چې پانګونه به په کابل صنعتي پارک کې ترسره شي او کروندګرو ته به د خپلو محصولاتو د ضایع کېدو د مخنیوي فرصت برابر کړي.
همداراز، د طالبانو حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په وینا، په روان لمریز کال کې په ټول افغانستان کې ۱۵۰ معیاري سړې خونې جوړې شوې دي، چې د ۲۰ څخه تر ۵۰۰۰ ټنو پورې د محصولاتو د ساتلو ظرفیت لري.

