د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، د هېواد وسلهوال ځواکونه د هر ډول احتمالي برید پر وړاندې بشپړ چمتو دي او د دفاع لپاره ګوته پر ماشه ولاړ دي.
دا څرګندونې د هغه د امریکا د ولسمشر د وروستیو ګواښونو په غبرګون کې کړې دي.
عراقچي ویلي، که څه هم ایران له امریکا سره د اټومي خبرو اترو هرکلی کوي؛ خو د یورانیمو د غنيکولو له حقه به په هېڅ صورت تېر نه شي.
په ورته وخت کې، د ایران د دفاعي شورا غړي علي شمخاني خبرداری ورکړی چې د امریکا هر ډول پوځي اقدام به د پراخې جګړې پیل وي او سخت ځواب به ولري.
همداراز، د سپاه پاسداران ویاند ویلي چې د ایران پر ضد پوځي فشار ناکام شوی او تهران د ټولو احتمالي سناریوګانو لپاره بشپړ چمتووالی لري.

