د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کاظم غریبآبادي ویلي چې دا مهال له امریکا سره هېڅ ډول مذاکرات روان نه دي.
هغه ویلي، چې د تهران لومړیتوب خبرې نه، بلکې د هېواد د دفاع لپاره ۲۰۰ سلنه چمتووالی دی.
نوموړي زیاته کړې چې که امریکا هر ډول محدود برید ترسره کړي، نو د ایران له لوري به ورته مناسب او متقابل ځواب ورکړل شي.

