د عراق د وسلوالې ډلې «کتائب حزبالله» لهخوا د ایران د ملاتړ لپاره د پراخې جګړې د اعلان وروسته، په ټولنیزو رسنیو کې داسې انځورونه خپاره شوي چې د دې ډلې پلویان پکې په سپینو کفنونو پوښل شوي او د ځانمرګو بریدونو لپاره د داوطلبۍ اسناد لاسلیکوي.
د دې ډلې عمومي منشي، ابوحسین الحمیداوي، په یوه تازه بیان کې ویلي چې د امریکا له ګواښونو سره د مقابلې لپاره باید د ایران د ملاتړ په موخه ټول ځواکونه «جګړې ته چمتو» شي.
هغه ټینګار کړی چې دا ډله د هر ډول پوځي انتخاب، په ګډون د ځانمرګو بریدونو، د کارولو لپاره تیاره ده.

