د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد اعلان کړی چې په نورستان کې ښځې له درنو فزیکي کارونو منع شوي دي.
د مجاهد په وینا، دا پرېکړه د طالبانو حکومت د مشر شیخ هبتالله اخوندزاده د حکم (۱۷مه فتوې) د عملي کولو په موخه شوې.
د یادونې ده چې د نورستان ښځې تر دې دمه په کرنې، لرګیو راټولولو او څارويو ساتلو کې بوختې وې.

