شنبه, مارچ 14, 2026
Homeکورپاڼهد جرمني DPA خبري اژانس:د ایران د مظاهرو په تاوتریخجن ځپلو کې...

د جرمني DPA خبري اژانس:د ایران د مظاهرو په تاوتریخجن ځپلو کې بهرنۍ ملېشې ښکېل دي

د جرمني د ډي‌پي‌اې خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د خلکو د اعتراضونو په تاوتریخجن ځپلو کې بهرنیو ملېشو هم ګډون کړی دی.

د راپور له مخې، په تېرو لسو ورځو کې شیعه ملېشه ځواکونه، چې ښکاري ډېری یې د حزب‌الله غړي وي، له لبنان څخه وتلي او د زیارتي سفر تر عنوان لاندې لومړی عراق ته تللي دي.

تر دې وړاندې هم بېلابېل راپورونه خپاره شوي وو چې د عراق د حشدالشعبي ځواکونو، د پاکستان د زینبیون ډلې او د افغانستان د فاطمیون لېوا غړي د ایران د اعتراض کوونکو د خونړي ځپلو په بهیر کې ښکېل دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here