د ارجنټاین حکومت د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک او له دې ډلې سره تړلي ۱۳ لوړپوړي کسان په رسمي ډول د ترهګرۍ سازمان په توګه ثبت کړل.
دا پرېکړه د ولسمشر خاویر مېلي په مشرۍ د امنیتي او عدلي بنسټونو په بشپړې همغږۍ کې شوې ده.
د ولسمشرۍ د دفتر په اعلامیه کې ویل شوي چې قدس ځواک د ۱۹۹۰م کلونو پر مهال په ارجنټاین کې د خونړیو بریدونو مسوول و، چې پکې د اسراییلو پر سفارت او د AMIA یهودي مرکز بریدونه شامل دي.
حکومت اعلان کړی چې دا ډله اوس د ترهګرۍ او د هغې د تمویل اړوند په ملي ثبت (RePET) کې شامله شوې ده.
اعلامیه زیاتوي چې د قدس ځواک پخوانی قومندان احمد وحیدي، چې د AMIA برید کې ښکېل ګڼل کېږي او د انټرپول سور خبرتیا لري، لا هم د ایران د رژیم له ملاتړ برخمن دی او آن ترفیع هم ورکړل شوې ده.
د نوې پرېکړې له مخې، د قدس ځواک غړي به له سختو مالي بندیزونو او عملیاتي محدودیتونو سره مخ شي.

