چهارشنبه, مارچ 4, 2026
Homeکورپاڼهمحمود خان اڅکزی:ترهګري یوازې وسلې نه دي، د خلکو جبري بې‌کوره کول...

محمود خان اڅکزی:ترهګري یوازې وسلې نه دي، د خلکو جبري بې‌کوره کول هم ترهګري ده

د پاکستان د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزي ویلي چې ترهګري یوازې په ټوپک، بم او چاودنو پورې محدوده نه ده، بلکې هغه کړنې هم ترهګري بلل کېږي چې پکې بې‌ګناه خلک له خپلو کورونو وتلو ته اړ ایستل کېږي.

اڅکزي په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، دا د منلو نه ده چې کورنۍ د یخنۍ په موسم کې په لاریو کې بار کړل شي او له هغو سیمو وشړل شي چې له لسیزو راهیسې پکې ژوند کوي.

نوموړي ټینګار کړی چې دا ډول چلند د انساني حقونو ښکاره سرغړونه ده او د خلکو پر ژوند او عزت ژور اغېز لري.

هغه زیاته کړې چې په هېواد کې هره ورځ لسګونه کسان وژل کېږي او دا شمېر په کال کې زرګونو ته رسېږي، خو د ده په وینا، ډېری وخت قربانیان یوازې د «ترهګر» په نوم یادېږي، پرته له دې چې عادلانه څېړنه وشي.

اڅکزي ویلي، د وېرې خپرول او د ولس ترمنځ ناامني رامنځته کول خپله تر ټولو خطرناکه ترهګري ده.

هغه له حکومت غوښتي چې د امنیتي پالیسۍ په نوم د ولسي وګړو ځورول ودروي او د ترهګرۍ پر ضد مبارزه د قانون، عدالت او بشري حقونو په چوکاټ کې پر مخ یوسي.

نوموړي ټینګار کړی چې تلپاتې امن یوازې هغه وخت ټینګېدای شي چې د خلکو حقونه خوندي او د زور پر ځای د خبرو او عدالت لاره غوره شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here