د نیوزیلند حکومت اعلان کړی چې په تهران کې یې خپل سفارت په موقتي ډول تړلی او د قونسلګرۍ اړوند خدمات یې د ترکیې پلازمېنې انقرې ته انتقال کړي دي.
د نیوزیلند د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د تاوتریخوالي د زیاتېدو له امله د دغه هېواد ټول ډیپلوماتیک کارکوونکي له ایران څخه وتلي دي.
د نیوزیلند د بهرنیو چارو وزیر، وینسټون پیټرز، په ایران کې د معترضانو پر وړاندې د سختې ځپنې او وژنو په کلکه غندنه کړې او د خپل هېواد وګړو ته یې سپارښتنه کړې چې ایران ته سفر ونه کړي.
هغه همداراز ویلي که څوک دا مهال په ایران کې حضور لري، باید هر څومره ژر چې ممکن وي، له دغه هېواده ووځي.

