د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش ته په یو لیک کې ویلي، چې وروستي سولهییز اعتراضونه د «ترهګرو عناصرو» له لوري تاوتریخوالي ته واوښتل او ادعا یې کړې چې دا ډلې له اسرائیل او امریکا سره تړاو لري.
د هغه په وینا، اعتراضونه د مرغومي له ۷مې پیل شول؛ خو د مرغومي له ۱۸ تر ۲۰ پورې په وسلهوالو ناآرامیو بدل شول.
عراقچي ادعا کړې چې په دې پېښو کې پر امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو وسلهوال بریدونه شوي، عامه او روغتیايي تاسیسات، امبولانسونه او استوګنیزې ودانۍ سوځول شوي او ګڼ امنیتي ځواکونه وژل شوي او ټپیان دي.
هغه ویلي، د امنیتي ځواکونو د زیاتو تلفاتو کچه د هغوی «زغم او حوصله» ښيي او د تاوتریخوالي مسؤلیت یې پر وسلهوالو عناصرو ور واچوه.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د امریکا د چارواکو څرګندونې «پارونکې» بللي، اقتصادي بندیزونه یې د ولس د ژوند پر حقونو برید ګڼلی او ټینګار یې کړی چې ایران د سولهییزو اعتراضونو حق ته ژمن دی، خو د نظم او ملي امنیت ساتنه خپله اساسي دنده بولي.
هغه د ملګرو ملتونو څخه غوښتنه کړې چې د ایران پر ضد هر ډول بهرني لاسوهنه او تاوتریخوالی وغندي.

