د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او د هند د بهرنیو چارو وزیر سوبرامانیام جایشانکر د چهارشنبې په شپه په یوه ټیلیفوني اړیکه کې د دواړو هېوادونو د دوهاړخیزو اړیکو، او همدارنګه د سیمې او نړۍ پر وروستیو بدلونونو خبرې کړې.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دې ټیلیفوني خبرو کې د ایران دننه لاریونونو ته په اشارې ویلي، چې دا لاریونونه د بهرنیو روزل شویو ترهګریزو عناصرو له خوا تاوتریخوالي ته واوښتل، او د ایران د ملت پر عزم او یووالي یې ټینګار کړی چې د خپلواکۍ او ملي حاکمیت ساتنه به کوي.
هغه همدارنګه د امریکا د چارواکو مداخلهکوونکې او پاروونکې تګلارې د ایران په کورنیو چارو کې په کلکه غندلې.
د هند د بهرنیو چارو وزیر په دې تماس کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا پر دوام ټینګار کړی او ویلي چې د سیمې د ثبات ساتنه او د تاوتریخوالي د زیاتېدو مخنیوی د ټولو ګډ مسؤلیت دی.
نوموړي د هند د چمتووالي اعلان هم کړی چې په دې برخه کې همکاري او مرسته وکړي.

