د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د فارسي ژبې رسمي حساب په ایکس کې لیکلي چې د روانو اعتراضونو پر مهال د ایران رژیم د پوځي بېپیلوټه الوتکو (ډرونونو) ټکنالوژي د سولهییزو معترضینو پر ضد کارولې ده.
دغه حساب زیاتوي چې دا ډرونونه د خلکو د پېژندنې، څارنې او تعقیب لپاره کارول کېږي، تر څو امنیتي ځواکونه وکولای شي هغوی ونیسي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې ایران خپلو وګړو ته د دښمن جنګیالیو په سترګه ګوري او د هغوی پر ضد جګړه پر مخ وړي.
د دوی په وینا، نړۍ د دې رژیم کړنې ویني او دا به هېڅکله هېرې نه شي.

